IQNA

د آل خليفه په اړه د اسرئيلي چارواکي خبر

19:50 - February 14, 2017
د خبر لمبر: 3480396
د صهيونېسټ رژيم د سيمه ايزو ملګرتيا د وزير مرستيال له هآرتص ورځپاڼې سره په مرکه کښې بحرېن ته د يهودي خاخامانو د يو پلاوي په سفر کښې له خپل رول څخه پرده اوچته کړه او وې ويل چې دغه پلاوي د بحرېن له ځينو حکومتي مشرانو سره کتنه کړې ده.
د آل خليفه په اړه د اسرئيلي چارواکي خبر
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د http://iuvmpress.com/pa خبرونو ویب پاڼې نه په نقل، ايوب قرا دا خبره افشا کړې ده چې د بحرېن د حاکم لور څو کاله مخکې په پټه توګه د جراحۍ د عمل لپاره اسرائيلو ته راغله.
هغه څرګنده کړه چې اسرائيلي رژيم د فارس خليج د څنډې له تقريباً ټولو عربو هېوادونو سره ارتباط لري.
قرا هآرتص ورځپاڼې ته وويل: البته هيڅ يو عرب هېواد نۀ د تړلو ورونو شا ته او نه په ډاګه د فلسطين له مسئلې سره څه دلچسپی نه لري.
هغه زياته کړه: عرب هېوادونه په خپلو مسئلو کښې ډوب دي او يوازې دا کوشش کوي چې د خپل شتون ساتنه وکړي، ځکه چې له ايرانه ويريږي نو ځکه له هغوي څخه هيڅ يو د نويو سياسي عملياتو د شروع کېدو په فکر کښې نه دے.
دغه صهيونېسټي چارواکي په دوام کښې وويل: د ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د دورې له شروع کېدو نه وروسته به له ايرانه د هغوي د ويرې په وجه د عربو هېوادونو او اسرائيلو ترمېنځ تعلقات نور هم پراخه شي او د اسرائيلو او هغوي په مشارکت سره به د دهشتګردۍ او ايران په خلاف د دفاعي مکانېزم او مرکز د جوړولو موافقه ليک دستخط شي.
هغه د خپلې دغې نقشې په عملي کېدو کښې د خپلې کاميابۍ د څه رنګوالي په بيانولو کښې وويل: څو کاله مخکې مې د بحرېن د حاکم لور د جراحي عمل لپاره اسرائيلو ته راوسته او خيال مې نه کوۀ چې به جوړه شي.
له هغه وخته راهسې مو له هغوي سره تماسونه ټينګ کړل، هغوي هم يو يهودي په امريکه کښې د بحرېن د سفير په توګه وټاکۀ. په داسې حال کښې چې په بحرېن کښې فقط اوۀ دېرش تنه يهوديان دي.
هغه اوس د بحرېن په کابينه کښې وزير دے. مونږ به ابوظبۍ کښې د نمائندګۍ دفتر لروو، همدارنګ له مراکش او د فارس خليج د څنډې له تقريباً ټولو هېوادونو سره ډېر ښه تعلقات لروو. لکه څنګه چې د اردن، مصر او ترکيې په شان د سيمې له ځينو هېوادونو سره زمونږ تعلقات تل ښه دي.
captcha