IQNA

میلان کې مسلمانې کورنۍ څخه د پاپ کتنه

17:58 - March 27, 2017
د خبر لمبر: 3480444
نړیواله ډله: د نړۍ د کاتولیک کلیساؤ لارښود په ۵ فروردین باندې د میلان ښار په یوې کوڅې کې د یوې مسلمانې کورنۍ څخه کتنه وکړه.
میلان کې مسلمانې کورنۍ څخه د پاپ کتنه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د رویترز خبرونو نه په نقل، د نړۍ د کاتولیک کلیساؤ لارښود پاپ فرانسیس د میلان ښار په یوې کوڅې کې د میکائیل عبدالکریم د مراکش کډوال کورنۍ څخه کتنه وکړه.

کریم په دې اړه وویل: د پاپ زمونږ کور ته راتلل د یو ملګري راتلل وو.

همدارنګه پاپ د یوې۸۰ کلنې جوړې څخه هم کتنه وکړه چې دواړو د سابندۍ بیماری لرله.

د ۱۰ چتیزه عمارت اوسېدونکو هم د خپلو ستونزو د حل لپاره پاپ سره کتنه وکړه.

په اخیره کې پاپ د سان ویتور زندان نه کتنه وکړه او له ۱۰۰ بندیانو سره یی د غرمې ډوډي وخواړه.

هغه د مسلمانانو او د مسیحیانو د اړیکو په اړه وویل: د دې دواړو دینونو منونکې سره روڼه دې او دواړه یو جړه لري.

http://iqna.ir/fa/news/3585726/


captcha