IQNA

د قرآن کریم له آیت نه الهام سره په ترکی کې د جومات طرحه

19:40 - August 06, 2017
د خبر لمبر: 3480617
نړیواله ډله: د ترکی قرشهر ولایت کې واقع د حمیدیه جومات سازمان د سوره بقره ۲۳ آیت نه الهام اخیستلو سره د دغه آیت کلمات او عبارات د جومات دننه به انځور کې بیان کړي.
د قرآن کریم له آیت نه الهام سره په ترکی کې د جومات طرحه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آناتولی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ترکی قرشهر ولایت کې حمیدیه جومات ته ننوتلو سره لکه چې څوک د صنوبر د ونو باغ او شینکۍ ځمکې ته ننوتلې وې.

دا جومات همدارنګه، یو اسمانی ګنبد او محراب هم لري چې تر شا ته یی نهرونه بهېږي او د کتونکو توجه ځان ته جلب کوې.

د حمیدیه جومات په کال ۱۹۱۰ کې د قرشهر ښار په ینیجه محله کې جوړ شوې، دا جومات چې په شورو کې وړوکې او د دغه محلې د اوسېدونکو د شمېر په مناسب جوړ شوې وو خو ولی بیا دغه ځای کې د مېشتو خلکو شمېر کې زیات والی سره یی پراختیا پیدا کړه.

نو ځکه په کال ۲۰۱۵ کې دغه زوړ جومات یی تخریب کړو او بیا یی نوې جوړ کړو. خو ولی د دغه جومات جوړولو کې لاس لرونکې کسانو د لمونځ کوونکو جذب کولو او د الله سره نږدې کولو لپاره یی په جومات کې د سوره بقره ۲۲ آیت په مطابق جومات جوړ کړو.

د جومات چارواکو د سوره بقره ۲۲ آیت چې په کې فرمایلې: «الَّذي جَعَلَ لَکُمُ الْأَرْضَ فِراشاً وَ السَّماءَ بِناءً وَ أَنْزَلَ مِنَ السَّماءِ ماءً فَأَخْرَجَ بِهِ مِنَ الثَّمَراتِ رِزْقاً لَکُمْ فَلا تَجْعَلُوا لِلَّهِ أَنْداداً وَ أَنْتُمْ تَعْلَمُونَ: هغه (رب )چې ګرځولې يې ده تاسوته ځمکه فرش او(ګرځولى يې دى ) آسمان چت اونازلي کړي يې دي له (طرفه د) آسمانه اوبه پس راويې ايستې په دې (اوبو) سره له هرډول ميوو څخه روزي تاسې ته، نومه ګرځوئ ! له الله تعالى سره شريکان حال داچې تاسې پوهيږئ (چې الله شريک نه لري. د جومات دننه یی د دغه آیت نه الهام اخیستلو سره طراحي وکړه او دا کار یی د جمهوری اذربایجان یو نقاش ته ورکړو او له هغه نه یی غوښتنه وکړه چې دا آیت په انځور کې بیان کړه.

د آزربایجان دغه نقاش په آیت کې بیان شوې باغونه د جومات ننوتۍ کې طراحې کړې او د پنجرو ترمنځه یی د صنوبر ونې جوړې کړي او د محراب شاته یی آبشارونه روان کړې او په چتونو یی د وریځو نه ډک اسمان جوړ کړې او د الله نوم یی د وتلو لار کې په دېوال باندې انځور کړي.

http://www.iqna.ir/fa/news/3625179


captcha