IQNA

د افغانستان مشهور قاریان اسلامی ایران ته راځی

23:40 - January 05, 2018
د خبر لمبر: 3480933
نړیواله ډله:د افغانستان دقاریانو دیرش(۳۰) کسیزه ډله په یوې میاشتې دورې کښې دګډون لپاره دایران اسلامي جمهوریت ته راځي.

د افغانستان مشهور قاریان اسلامی ایران ته راځیقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د پارس ټو ډی خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، مهرخبری اژانس وایی په کابل کښې د ایران کلتوری سلایار« رضا ملکی» په کابل کښې د افغانستان د حج ، ارشاد او داوقافو له وزیر فیض محمد عثمانی سره په کتنې کښې د حج ، اوقافو او د قران کریم د سیالیو په زمینه کښې د دوه اړخیزه موافقو په اجرایی کیدا ټینګار وکړ .
د افغانستان د حج ، ارشاد او د اوقافو وزیر فیض محمد عثمانی هم چې څه موده مخکې داسلامی وحدت کانفرنس دځانګړی میلمه په توګه تهران ته راغلی وو او دایران داسلامی جمهوریت له چارواکو سره یې رغنده کتنې لرلی وو ایران ته د افغانستان دقران کریم دقاریانو د سفر سریزو د برابرولو لپاره دایران دکلتوری سلایار رضا ملکی د هڅې قدرونه وکړه .
د افغانستان د حج او د اوقافو وزیر هیله وکړه ایران ته د افغان قاریانو سفر د دواړوهیوادونو په بیلابیلو زمینو کښې د تجربو دانتقال او د اړیکو د پراخولو زمینه جوړونکی ووسی .
د افغانستان دقاریانو دیرش(۳۰) کسیزه ډله په یوې میاشتې دورې کښې دګډون لپاره دایران اسلامی جمهوریت ته راځی
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i62727

captcha