IQNA

په میانمار کښې د ۱۰۰ کلنه لرغونې جومات ویجاړول

22:00 - January 25, 2018
د خبر لمبر: 3480998
نړیواله ډله: د راخین ولایت په منګدو ښار کښې یو تاریخي جومات چې له ۱۰۰ کالو زیات لرغونتوب لري د میانمار چارواکو په دستور ویجاړ شو.
په میانمار کښې د ۱۰۰ کلنه لرغونې جومات ویجاړولقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د آراکان خبرونو نه په نقل، د میانمار چارواکو له اړخه دغه تاریخي جومات چې په دغه سیمه کښې اسلامی آثار له منځه وړلو لپاره خپل منظم پلان ترسره کړي ویجاړ کړو.
دا جومات د میانمار د مسلمانانو مېشته ولایت په راخین کښې د منګدو ښار په خوا کښې د دارغه په کلې کښې چې لرغونتوب یی له لسګونو کالو ته بېرته ګرځې د میانمار د چارواکو له اړخه په کامله توګه ویجاړ شو.
دا جومات په داسې حال کښې ویجاړ شو چې څو کاله وړاندې د کلې نور عمارتونه چې زیات په کښې له لرګو او د بانس ونو نه جوړ وو ویجاړ کړي دي.
د روهینګیا یو فعال په دې اړه وویل: دا جومات زما درېم نیکه جوړ کړې وو او له سلو کالو زیات لرغونتوب لري، چې د جوړولو کال یی د انګلستان استعمار وخت نه مخکې ته ګرځې.
یادښتونه: تراوسه د میانمار یو شمېر زیات تاریخي جوماتونه چې د ځینو لرغونتوب له ۱۰۰ کالو نه زیات وو د دغه هیواد د پولیسو او ځواکونو په بریدونو کښې چې د دې کال له مرداد میاشتې نه شورو شوې وې ویجاړ کړې دې.
http://iqna.ir/fa/news/3684571
captcha