IQNA

په شارجه کښې اسلامی هنرونو شلمه جشنوزمه تر پایی ورسېده.

22:23 - January 27, 2018
د خبر لمبر: 3481002
نړیواله ډله: په شارجه اسلامی هنرونو نړیواله شلمه جشنوزمه د أثر عنوان سره په دریم بهمن خپل کار تر پایی ورسېدو.
په شارجه کښې اسلامی هنرونو شلمه جشنوزمه تر پایی ورسېده.قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د alkhaleej.ae خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، دا جشنوزمه د شارجه رسنۍ او کلتور ادارې سره تړلې کلتوری چارو ادارې په همت پیل کېږي او د هنري او کلتوری مختلفو فعالیتونو او پروګرامونو ته شامل دی چې د شارجه امیر په مختلفو سیمو کښې پیل کېږي.
د أثر نړیواله شلمه جشنوزمه پیل کوونکو اعلان کړي چې دا جشنوزمه د مختلفو کارپوهانو، اسلامی خطاطانو او کلتوری اتلانو استقبال سره تر سره شو.
هغه زیاته کړه: په دې کلیزه جشنوزمه کښې، له یو شمېر نه زیات د نړۍ غوره هنرمندو چې اسلامی هنرونو او په تېره د عربی خطاطی هنر نه تاثیر اخیستي، او د دې کال جشنوزمه هنري مختلفو برخو او مختلفو څانګو عمومي جذب سره مخامخ شوي ده.
د عربی او بهرني ۳۱هیوادونو  خطاطانو او هنرمندو په دې جشنوزمه کښې خپل آثار وړاندې کړی وو، په دې جشنوزمه کښې ۴۳ هنرمندو ګډون وکړو، او تقریباْ ۱۸۱ هنر اثر یی وړاندې کړي وو.
همدارنګه د جشنوزمی پیل کېدو په وخت کښې ۱۵۳ هنری ورکشاپ، ۴۶ کانفرانس او ۲۷ ویډیو برخې اجرا شوي.
یادښتونه: د شارجه اسلامی هنرونو نړیواله شلمه جشنوزمه د أثر په عنوان چې له کال ۱۹۹۸ نه شورو شوي. د دې کال د آذر میاشتې له ۲۲ نه د شارجه په هنري موزه کښې شورو شوې وه او د شارجه مختلفو سیمو کښې پروګرامونه پیل کړل.
http://iqna.ir/fa/news/3684936
captcha