IQNA

په بحرین کښې اعدام کولو حکم باندې د بشري حقوقو فدارسیون غبرګون

8:18 - February 04, 2018
د خبر لمبر: 3481018
نړیواله ډله: د بشري حقوقو نړیواله فدراسیون، په بحرین کښې د اعدام بې سارې حکمونه محکوم کړل.
قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د منامه پست خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د بشر حقوق نړیواله فدراسیون د یوې بیانیه خپرولو سره د بحرین په تاریخ کښې د بې ساری اعدام حکمونو په اړه اعتراض کړي او په دغه هیواد کښې د اعدام سزا فوري لغو کولو غوښتنه کړي.
د بشر حقوق نړیواله فدراسیون مشر فلورانس بلیویه، په دغه بیانیه کښې اعلان کړي: د بحرین هیواد له کال ۲۰۱۷ نه د اعدام حکم صادرولو کښې بی ساری پرمختګ کړي دی او دا ډېره د اندېښنې خبره ده.
هغه دې ته اشارې سره چې د حق عادلانه اقداماتو نه سرغړونه کوي وویل:  د بحرین له چارواکو له اړخه د اعدام سزا نه د یو سیاسي ابزار په توګه ترې ناوړه استفاده کېږي.
د بشر حقوق نړیواله فدراسیون د اعلان پر اساس، بحرین په تېره اونۍ کښې د ښاریزو د اعدام کولو حکمونو ورکولو سلسله شورو وه، چې تراوسه یی ۲۲ بحرینی په اعدام محکوم کړي او په تېر کال کښې د اعدام حکم سره درې بحرینی ځوانانو ته اعدام ورکړي دي.
د عفو نړیواله سازمان پرون په یوې بیانیه کښې د بحرین حکومت نه غوښتنه کړي چې د دغه هیواد د ۶ ښاریزو اعدام حکم لغو کړي، د عفو نړیواله سازمان په دغه بیانیه کښې د بحرین چارواکو نه غوښتنه کړي چې د دغه هیواد ښاریز په عادي عدالت کښې محاکمه کړي نه په پوځي عدالت کړي.
د بحرین پوځي عدالت له دیسمبر میاشتې نه ۶ بحرینی ښاریز په اعدام او ۱۵ نور تنه په زندان محکوم کړي.
د بحرین بشر حقوقو مرکز له دې نه مخکې د دغه هیواد له حکومت نه غوښتنه کړې وه چې د غیر پوځي محکمې لاندې د ترهګرو فعالیتونه په پوځي عدالتونو کښې بند کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3687603
captcha