IQNA

د بحرین پادشاه تاکید وکړو؛

د بحریني مخالفینو په غونډیزه انجمنو کښې ګډون باندې بندیز

14:28 - August 03, 2018
د خبر لمبر: 3481381
نړیواله ډله: د بحرین پادشاه حمد بن عیسی آل خلیفه، د دغه هیواد مخالفینو په غونډیزه او ورزشي انجمنو کښې ګډون باندې بندیز قانون سره موافقه وکړه.

د ایکنا راپور له مخې، د مراة البحرین ورځپاڼې ویبپاڼې نه په نقل، د بحرین پارلمان د دغه هیواد په خصوصي موسساتو، د ځوانانو په چارو کښې فعالیت کوونکې موسسو، کلتوری او غونډیزه او ورزشي انجمنو په قانون کښې اصلاح وکړه.
د دې اصلاح پر اساس، د ورزشي او انجمنو اداري شورا غړې باید له ټولو ښاریزو او سیاسي حقونو لرونکې وي خو ولی بحرینی نیوکه کوونکې له دغه حقونو محروم دي.
دا اصلاح د بحرین پادشاه حمد بن عیسی آل خلیفه په تایید سره ترسره شوي او د دې پر اساس، بحریني نیوکه کوونکې له دې ورستو د ورزشي او کلتوری انجمنو غړی نشي جوړېدلي.
د بحرین پادشاه د دې کال په اردیبهشت میاشته کښې د دې قانون سره د نیوکه کوونکو لارښودو په پارلماني انتخاباتو کښې نوم باندې د بندیز قانون هم تایید کړي وو.
http://iqna.ir/fa/news/3735053
captcha