IQNA

الحوثي: نړيواله ټولنه د يمن د خلقو د بدمعيشتي حالاتو د سختېدو ذمه واره ده

19:58 - October 03, 2018
د خبر لمبر: 3481577
نړیواله ډله: د يمن د عالي انقلابي شورا مشر تاکيد وکړ، د يمن د مستعفي حکومت لخوا د غلطو مالي سياستونو غوره کولو د دغه هېواد په اقتصادو باندې خرابونکي اثرات کړي دي.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د العالم چېنل د رپوټ له مخې محمد علي الحوثي نن په يوه بيانيه کښې وويل، بازار ته د پېسو لېږد د دې سبب شوے دے چې د داسې غلط مالي سياست غوره کول په کامله توګه د نړيوالې ټولنې په مخکې دي چې د يمن د خلقو د مصيبت سبب دي.محمد علي الحوثي وويل، په زياته اندازه د پېسو چاپ کول دوام لري او د يمن په مختلفو صوبو کښې د دغو پېسو د تقسيم په اړه څه ټاکل شوې لاره چاره نشته او دا په داسې حال کښې دي چې نړيوال مالي تنظيمونه او نړيواله ټولنه د يمن د مستعفي ولسمشر عبد ربه منصور هادي په مالي خلاف ورزيو سترګې پټوي.
الحوثي د يمن له خلقو وغوښتل چې د يمن د مستعفي حکومت د غلطو مالي سياستونو په خلاف په احتجاجي غونډوکښې دې ګډون وکړي.
http://parstoday.com/ps/news/world-i76979
بچوې: ایکنا
captcha