IQNA

په کابل کښې د پارلېماني انخاباتو په بيا کولو د افغانستان د سياسي ګوندونو تاکيد

22:59 - January 06, 2019
د خبر لمبر: 3481843
نړیواله ډله: د افغانستان د سياسي ګوندونو يو شمېر استازيو په کابل ولايت کښې د پارلېماني انتخاباتو په بيا کولو تاکيد وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پارس ټو ډۍ نه په نقل، د تسنيم خبري اژانس د رپوټ له مخې د حزب اسلامي استازي سيف الرحمان حبيبي دې ته په اشارې سره چې د کابل په پارلېماني انتخاباتو کښې پراخه ټګي شوې ده د دغه ولايت د ټولو رايو د باطلولو غوښتونکے شو.
د حزب اسلامي استازي وويل، د شفافيت د ضمانت ورکولو او د انصاف او بې طرفۍ د خيال ساتنې لپاره پکار دي په کابل کښې پارلېماني انتخابات بيا وشي.
د افغانستان د  حزب توسعه استازي بس ګل سادات هم وويل،د انتخاتي نتائجو له درې زره پاڼو څخه تقريباً اوۀ سوه پاڼې بې درکه شوې دي او د انتخاباتو کمېشن د بې درکه شويو پاڼو په ځاے غېر واقعي شمېرنې وړاندې کړې دي.
د افغانستان د انتخاباتو د شکايتونو کمېشن له دې مخکې د کابل راې باطل اعلان کړې وې خو د ولسمشرۍ د ارګ په مداخلت سره دې اماده شو چې د رايو له بيا شمېرنې سره موافقت وکړي.
http://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i79481
captcha