IQNA

له ترهه ګرۍسره دنوی ډیلی مبارزه د هیڅ دین په خلاف نه ده

15:34 - March 02, 2019
د خبر لمبر: 3481983
نړیواله ډله: داسلامی ملګرتیا موسسې دخارجه وزیرانو شپږڅلویښتمه غونډه پرون په ابوظبئ کې په داسې حال کې شوی،چې دهندوستان خارجه وزیره ئې ځانګړی میلمه وه او دپاکستان خارجه وزیر پکې په دغې میلمستیه په اعتراض کې د اسلامی ملګرتیا موسسې په دغې غونډې کې ګډون ونه کړ .

  ټایمز آف انډیا  خبری سایټ  راپورورکړی ، هندۍ خارجه وزیرې میرمن سوشما سواراج  دمتحده عربی ا ماراتو په ابوظبئ کې  د اسلامی ملګرتیا  موسسې  په غونډې کې  پخپلې وینا کې  پاکستان ته له  اشارې  پرته  وئیلی دی ، باید هیوادونه  ترهه ګروته پناه ورکولو او ورسره له مالی ملاتړه لاس واخلی .

 هندی خارجه وزیرې  ددې خبرې په کولو سره چې ترهه ګری او افراط پالنه په مختلفو دلیلونو سره  رامینځةکیږی ووئیل ؛ د مذهب تحریف او ګمراهی  د ترهه ګرۍ او افراط پالنې  مهم دلیلونه  دی .

 داسلامی ملګرتیا موسسې دخارجه وزیرانو  شپږڅلویښتمه  غونډه پرون  په ابوظبئ کې په داسې حال کې شوی،چې دهندوستان خارجه وزیره ئې  ځانګړی میلمه وه  او دپاکستان  خارجه وزیر پکې په دغې میلمستیه په اعتراض کې   د اسلامی ملګرتیا موسسې په دغې غونډې کې ګډون ونه کړ .

http://parstoday.com/ps/news/pakistan-i80673

captcha