شاه محمود قریشي پرون په اسلام آباد کښې د زلمي خلیلزاد په کتنه کښې وویل: اسلام آباد په افغانستان کښې د صلحې د ټینګیدو غوښتونکی دی او په دغه هیواد کښې ثبات به د پاکستان پر اقتصادي او انساني پراختیا باندې مثبته اغیزه وکړي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر هم دا شان د صلحې د بهیر او بین الافغاني خبرواترو په لړ کښې د دغه هیواد له چارواکو سره د سفارتي ملاقاتونو په هکله خپل معلومات هم د امریکې استازي ته ورکړل.
په دغه کتنه کښې زلمي خلیلزاد هم په دوحې کښې د صلحې د خبرواترو او سیمې ته یې د خپلو وروستیو سفرونو د نتیجې په هکله ځیني جزئیات مطرح کړل.
پاکستان په داسې حال کښې په افغانستان کښې د صلحې په ټنیګښت باندې پر ژمنتیا ټینګار کوي چې زلمي خلیلزاد پرون اسلام آباد ته د رسیدو په وخت د خبریالانو په ټول کښې خبرداری ورکړ چې که پاکستان په افغانستان کښې خپل منفي او لاسوهنونکی کړچار بند نه کړي نو د واشنګټن او اسلام آباد اړیکې به ښې نه شي.