د ایکنا راپور له مخې، پارس ټو ډۍ خبرونه نه په نقل، رتنو مرسودي په هغه غونډه کښې د فلسطین د مسئلې د څیړنې لپاره چې په نیویارک کښې د ملګرو ملتو په مرکز کښې جوړه شوې وه، وویل: د اسرائیلو له خوا د فلسطیني سیمو د نیواک دوام یو داسې غیرانساني اقدام دی چې د نړیوالې ټولنې د سترګو په وړاندې یې ترسره کوي.د انډونیشیا خارجه وزیرې زیاته کړه: د فلسطیني خاورې حالات کړکیچن دي او نړیواله ټولنه باید په دغې سیمې کښې د حالاتو د ښه کولو لپاره حقیقي تدابیر غوره کړي، د دې په ترڅ کښې چې د نړیوالې ټولنې ټول غړي هم باید په فلسطیني ټاټوبي کښې د اسرائیلو غیرقانوني ښارګي جوړونه په پریکنده توګه وغندي.
مرسودي چې هیواد به یې د روان کال په مۍ میاشت کښې د امنیت شورا پړاویزه مشري په غاړه واخلي، وویل: پکار دي چې د فلسطین مسئله د ملګرو ملتو او د نورو نړیوالو ارګانونو یو وړومبیتوب وګرځي.
د انډونیشیا خارجه وزیرې له هغو هیوادونو چې نیت لري خپلې سفارتخانې له تل ابیب نه بیت المقدس ته منتقلې کړي، وغوښتل چې له دې کاره ډډه وکړي.
http://parstoday.com/ps/news/middle_east-i81352