IQNA

هلمند کې هوایي بریدونو ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي

18:55 - May 27, 2019
د خبر لمبر: 3482199
نړیواله ډله: د هلمند ولایت په دریو ولسوالیو کې د امریکایي هوایي ځواکونو په دریو بریدونو کې شاوخوا ۳۱ وسله وال طالبان وژل شوي ، د هغوی ګڼ پټنځایونه پدې هوایي بریدونو کې وران شوي دي.
ایکنا راپور له مخې، د تلوسه خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د ۲۱۵ میوند قول اردو چارواکي وایي: د موسی کلا ولسوالۍ د دواب په سیمه کې امریکایي ځواکونو د وسله والو طالبانو پر پټنځايو برید کړی، چې په ترڅ کې یې ۲۱ وسله وال طالبان وژل شوي، یو ډاډسن موټر او  دوه پټنځایونه یې هم وران شوي دي.د نهرسراج ولسوالۍ د عبدالرشید کاریز په سیمه کې بیا د هوایي برید په پایله کې څلور تنه وسله وال وژل شوي، یو تن ژوبل شوی، دوه لیږدونکي موټر او یو پټنځای یې هم وران شوی دی.
سنګین ولسوالۍ کې په یوه بل هوایي برید څلور تنه وسله وال طالبان وژلي، دغه راز ددې ولسوالۍ د خاکش کاریز په سیمه کې دوه تنه وسله وال طالبان د یوه ځای پر ځای شوي ماین په چاودنه کې وژل شوي.
د هلند والي ویاند عمر ځواک د دې ټولو پېښو پخلی کوي او زیاتوي د امریکایي ځواکونو پدې هوایي بریدونو کې ګڼ شمیر وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اووښتې، پټنځایونه یې وران شوي او لیږدونکي موټر او وسلې یې له منځه وړل شوي دي.
هلمند کې د امریکایي او افغان ځواکونو په وروستیو هوایي بریدونو کې ګڼ شمیر وسله وال طالبان وژل شوي او په لویه کچه وسلې او مهمات یې ویجاړ شوي دي.
http://talwasa.af/2019/05/27/
captcha