د ایکنا د راپور له مخې، د فایپیلارز اطلاع رسوونکې ویبپاڼې نه په نقل، زایرا وسیم، هندی اداکاره چې تراوسه یی یو شمېر د اداکارۍ جایزې په هند کښې ترلاسه کړې دې د فیس بک په ویبپاڼه باندې یو پوسټ خپرولو سره د اداکارۍ نړۍ پرېښودو اعلان وکړو.
هغه چې په اصل کښې له کشمیر نه ده په خپلې ځانګړې پاڼې باندې لیکلې: ۵ کاله وړاندې می اراده کړې وه چې ټول ژوند می بدل شو. کله چې می بالیوډ کښې پخه کېښوده، د مینې او محبوبیت لارې راته خلاصې شوې، خو ولی د دغه بریالۍ او ماتې خوړولو کوم انځور چې می لرلو، نو هغه دا نه وو چې غوښتنه می کوله.
هغې زیاته کړه: اوس چې ۵ کاله مې تېر کړل نو غواړم اعتراف وکړم چې په حقیقت کښې د خپل دې نوې پیژندنې چې په بالیوډ کښې د کار له کبله می ترلاسه کړې راضي نه یم. اداکارۍ ما ته ډېر عشق، حمایت او تشویق را کولو سره د ګمراهۍ لارې هم پرانیستلې. ځکه چې ورو ورو یی له ایمان نه لرې کړم.
دې هندې اداکارې په ادامه کښې لیکلې: ما اراده کړې یواځې د الله لطف باندې باور ولرم او تراوسه د خپل دین د لومړي تعلیماتو په اړه کم اطلاعات لرم. قرآن او پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله ذات زما د ارادې اصلی عاملان وو او باعث وګرځېدل چې زه ژوند ته یوه نوې معنا ورکړم او بدله شم.
هغې له خلکو غوښتنه وکړه د الله له خفګان په قیمت او د الله له امر نه مخ اړولو او په ظاهره ګټور ځان لپاره نمونه ؤ نه ګرځه وې.
زایرا وسیم د دیندارۍ لارې سختۍ ته اشارې سره د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله دغه حدیث ته اشاره وکړه چې فرمایلې دې: یوه زمانه به راشې چې د دین حفاظت به په لاس کښې سرې سکروټو ساتلوو په شان وې.