IQNA

د وحشی صهیونیسټانوپه بمباریوکې د فلسطین د فټبال ملی ټیم غړی هم شهید شو

6:48 - March 13, 2024
د خبر لمبر: 3488872
ایکنا- د رسمي احصایو او ر اپورونو په اساس و  په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې  کې  د جنایتکارو صهیونیسټانو  په حملو او بمباریو کې  د شهید شوو لوبغاړو شمیر   د فټبال د  ۹۰ لوبغاړو پشمول  یو سل اوه پنځوس لوبغاړو ته رسیدلی دی .

ایکنانیوز د بارس ټوډې له قوله  راپور راکړ،  د فلسطین  د ساحلي فټبال  ملی   تیة تکړه لوبغاړې  محمد برکات  سره دخپلې کورنۍ د درو غړو ، وړمه ورځ  دغزې په جنوب خان یونس  کې د وحشي صهیونیسټي رژيم  دجنګي الوتکوپه وسیله د هغه د کور په بمبارۍ کې  شهید شو.

۳۹کلن برکات د ټول قرآن  حافظ  او د خان یونس  دکلب لومړنی او  ترتولو ښه ګول کونکی لوبغاړې  ؤ چې  د خپل کلب لپاره ئې څه دپاسه سل ګولونه کړي  وو.

د رسمي احصایو او ر اپورونو په اساس و  په غزې تړانګې او لویدیځي غاړې  کې  د جنایتکارو صهیونیسټانو  په حملو او بمباریو کې  د شهید شوو لوبغاړو شمیر   د فټبال د  ۹۰ لوبغاړو پشمول  یو سل اوه پنځوس لوبغاړو ته رسیدلی دی . دغه راز راپور ښئ چې  په تیرو پنځو میاشتو کې  وحشي  او  جنایتکار صهیونیسټي رژيم  په بې آمانه   حملو او بمباریو کې  څه دپاسه یو دیرش زره فلسطینیان شهیدان شوي  چې  تقریبا اویا فیصده  ئې  ښځې او ماشومان دي . خو بیا هم د اسلامی هیوادونو اوحکومتونو مشران دي چې  په دغه څاروي ډوله ظلم او  جنایتونو هماغه شان چپه خوله  دي او  دروژې دمبارکې میاشتې په  برکتناکې  میاشتې کې هم د خپلو فلسطینیو  وروڼو او خوئيندو د مظلومیّت چغو ته ځواب نه ورکوي.

https://parstoday.ir/ps/news/middle_east-i147570

captcha