روژه ساتل یو داسې عمل دی چې له پیړیو مخکې راهسې په ډيرو دینونو او کلتورونو کې شته او د یوه عبادت په توګه ، یو دیني عمل یا حتی یوه درملیزه رودې په توګه ورڅځه استفاده شوې ده. په پخواني طب کې ، د بقراط ، فیثاغورث، او ابن سینا په څير لوي طبیبانو په روژې سره دځينو ناروغیو درملنه کوله.
په وروستیو میاشتو کې د انسان پر بدن د روژې په اغیزو باندې ډيرې علمي څيړنې شوي دي .د امریکا د (healthline) په نامې سره د سلامتیا داطلاعاتو ویبسایټ د روژې ځینو داسې غووره ګټو ته اشاره کړې ده چې په علمي څيړنو کې ثابتې شوي دي.
د خپرو شوو څيړنو په اساس، روژه ساتل له سباؤن څخه د لمر تر لویدو پورې تر یوې میاشتې پورې ، په انسولینو سره د مقاومت په کمیدا سره د و ینې د شکرې یا شوګر کنټرولول پیاوړي کوي. په حقیقت کې روژه ساتل له انسولینو سره د مقاومت په کمیدا سره له انسولینو سره دتاسو د بدن حساسیت زیاتولی شي او تاسو ته دا امکان درکوي، چې ګلوکوز د وینې له بهیره د تاسو سلولونو ته منتقل کړي. دا چاره د وینې د شکرې په کمیدا او په شکرې یا شوګر د ککړتیا په مخنیوي کې اغیزشیندي.
روژه ساتل همداراز په بدن کې موجد التهابونه کموي او له دې لارې د سلامتیا له لوړتیا سره مرسته کوي.
په یوسلو لسو غّټو او چاغفو کسانو باندې په یوې بلې مطالعې کې ښودل شوې چې د ډاکټر په څارنې سره تر څلورو اونیو پورې د روژې ساتل د وینې دبآؤ یا بلډ پریشر او همداراز د وینې د کلیسیریډ متوازن کوي او بد کلسټرول( ایل ډي ایل) کموي. همدرااز روژه ساتل د کلوري د مصرف په کمیدا سره اوا د مټابولیزم په زیاتیدا سره د وزن له کمیدا سره مرسته کوي. اصولا ټول خوراکی رژيمونه دترلاسه شوو کلوري په کنټرولولو سره ،هڅه کوي ، د تاسو وزن کم کړي . په داسې حال کې چې دغه چاره په روژې ساتلو سره په آسانۍ سره ترلاسه کیږي.
په روژتیانو باندې دڅيړنو یوه ټولګې ښودلې ده ، روژه ساتل د (HGH) د ودې د هورمنو ترشح زیاتوي .دغه هورمون د بدن په جوړولو کې او د عضلو یا پَټو (وژې) په زیاتولو کې اصلي رول لري. همداراز پر حیواناتو باندې کلینکي یو شمیر څیړنو ښودلې ده روژه ساتل بوډاتوب ځنډوي او عمر زیاتوي . هغه موږکان چې وږي ساتل شوي (یعنی د روژې په پروګرام کې ورڅخه استفاده شوې ده )،د عادي موږکانو په نسبت ئې لازیات عمر درلودلی دی. همداراز روژه ساتل ممکنه ده د سرطان په مخنیوي کط هم مرسته وکړي او د کیمیکل درملنې اغیزې زیاتې کړي.
روژه ساتل پر بدني اغیزو سربیره، ډير نفسیاتي اغیزې هم لري چې په هغو کې د سټریس له کنټروولو او په ژوند کې د تاؤتریخوالی رامینځةکونکو شرائطو په وړاندې د طاقت له زیاتولو سره مرسته شامله ده.