قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الحوار ویپاڼې نه په نقل، دا غونډه د قرآن کریم حفظ کولو نړیواله ښودنې الشفیع پروګرام د مختلفو اړخونو نه د څېړنې په هدف سره د کویت السره ښار اسلامی خیریه نړیواله شورا تئاتر آمفی سالون کې پيل شو.
قرآنی پروګرام «الشفیع» د اسلامی خیره نړیواله شورا یوه پروژه ده چې د نړۍ مختلفو هیوادونو کې د قرآن حفظ عام کولو هدف ترسره کولو لپاره د کویت «رؤی» غونډې همکاري سره پيل کېږي.
د دې غونډې اطلاع رسوونکې برخې مسئول «هناء الغریب» په دې اړه وویل: د قرآن حفظ کولو پروګرام الشفیع د اسلامی خیریه نړیواله شورا یوه کامیابه پروژه ده چې له کال ۲۰۱۱ نه اجرا شوي.
هغه زیاته کړه: د اسلامی خیریه نړیواله شورا دا پروګرام د نړۍ په ۲۵ هیوادونو کې اجرا کړي دي.
هناء الغریب وویل: دا شورا کوښښ کوې چې دا «الشفیع» قرآنی پروګرام د قرآن حفظ کولو یو نړیواله پروژه کې بدل کړي.
د قرآن کریم نندارتون پیل کول د دې غونډې یوه څانګه ده.
یادښتونه؛ د اسلامی خیریه نړیواله شورا کویت کې ده او د دې مشرتوب د کویت د باچا مرستیال«عبدالله المعتوق» په غاړه دي.