IQNA

د الجزاير د نړيوال قرانی ریډيو د مجلې اولسمه ګڼه له الجزاير خپره شوه

22:02 - February 25, 2010
د خبر لمبر: 1890671
نړيواله ډله: د الجزاير د نړيوال قرانی ریډيو د مجلې اولسمه ګڼه د سه شنبې په ورځ د كب د مياشتې په 4 نیټه د مهمو موضوعاتو سره د قران ریډيو له خوا خپره شوه.
د ايران د قرانی خبری اژانس(ايكنا) په ګزارش چې له «elmoudjahid» یې نقلوی، په دې ګڼه كښې د قران په هكله له مقالو پرته، په اسلام كښې دين عملونه، اخلاق، وقف او نبوی سنت او ځينې د درمان بحثونه هم پكښې ليكلې شوی دی.
همدارنګ د جهاد په هكله «كلتوری عمل چې د جاهلانو په لاس یې شكل بدل شوې» تر عنوان لاندې په دې ګڼې كښې خپور شوی دی.
په دې مجلې كښې ورځنۍ مسلې لكه په الجزاير كښې د ایډز ناروغی (چې په دې هيواد كښې ورته د سړكونو تروريسم ويل كیږی او په 2009 كال كښې یې له ټولو زيات كسان وژلی او پرژلی دی) د دې مجلې له نورو برخو څخه دی.
543616
captcha