د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، حوزہ علمیہ قم كےاستاد ښاغلی حجۃ الاسلام والمسلمين "حسينی قزوينی" په پينځم اپريل په نهج البلاغه درس كې د دې خبرې په وضاحت كولو سره وويل چې نن سبا وهابيان په نهج البلاغه كې د شك او شبهې اچولو پسې دی چې د هغه يوه بيلګه د نهج البلاغې په 228 لمبر خطبه كې د شبهې اچولو كوشش دی
هغه زياته كړه چې د دې ډلې دا عقيده ده چې په دې خطبې كې له فلان ټكی نه مطلب دوهم خليفه دی او امير المومنين حضرت علی عليه السلام په دې خطبی كې د دوهم خليفه ستاينه كړی ده حال دا چې د سنيانو مشهور پوهاند او عالم د نهج البلاغه تشريح كوونكی ښاغلی "صبحی صالح" او ابن ابې الحديد دا خبره نه منی.
558496