IQNA

«محمود الطبلاوی» ، د شيخ القراء ځای ناستی شو

17:09 - June 26, 2011
د خبر لمبر: 2144358
نړيواله ډله: د مصر د قاريانو او حإفظانو اتحاديی ستر سكتر او شيخ القراء ښاغلی استاد ابوالعينين شعيشع د وفات نه پس ددې اتحادیې مرستيال ښاغلی «محمود الطبلاوی» د هغه نايب او ځای ناستی شو.
د ايران د قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، ښاغلی «محمود الطبلاوی» په خپل پيغام كې د ابوالعينين شعيشع وفات باندې اسلامی امت قاريانو او علوم قرانی مينه والو كسانو ته تعزيت په وړاندې كولو سره وويل چې د استاذ د وفات نه پس زه د هغه د ځای ناستی په توګه ټاكلی شوی يم
هغه زياته كړه چې دا اتحاديه راتلونكی اوونۍ يوه ناسته تر سره كوی چې د نوی غړی او نوی مرستيال هم وټاكی.
دويلو ده چې ښاغلی محمود الطبلاوی د مصر او د اسلامی نړۍ مشهور قاری دی او په جامعه الازهر جومات كې هم خدمتونه لری.
814483
captcha