د «lematin» د اطلاع رسونې د سائیټ په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: تطوان د مراكش د يو ډير لرغونی ښار په توګه د اسلام، عيسائيت او د يهوديت د دينونو د منونكو كوربه دی او همداكار سبب شو چې د مراكش د اوقافو او اسلامی چارو وزارت په دغه ښار كښې د دينی ميراث په عنوان سره د يو ميوزيم جوړول په خپله ايجنډا كښې راولی،
په دې ميوزيم كښې له مختلفو تاريخی دورو چخه په ځائې پاتی هغه شيان او آثار چې د الهی دينونو سره نيغ په نيغه تړاو لری، د عوامو نندارې ته ایښودل شوی دی. ددغه ميوزيم يو طبقه د مراكش په جوماتونو او قرآنی مركزونو كښې د استعماليدونكو څيزونو په شان د اسلامی آثارو نندارې ته او يوه بله برخه هم د مسيحی او يهودی آثارو د نندراې له پاره بيله شوې ده.
همداراز په دغه ميوزيم كښې يو ډير ستر كتابتون هم جوړ شوی دی چې پخوانی كتابونه او ځينې د لاس ليكلې خطی نسخې او د قرآن كريم يو شمير نسخې پكښې ایښودل شوی دی. 913455