IQNA

احمدی نژاد: د ايران او ارمنستان د اړيكو د كچې په لوړولو كې د پارلمامانونو رول مهم دی

17:25 - December 24, 2011
د خبر لمبر: 2243918
سياسی ډله: د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد د تهران- ايروان د ملګرتياوو په پراختيا كې د پارلمانونو رول اغيزمن وباله.
د ايران قرانی خبری اژانس (ايكنا) د يو راپور پر اساس، چې د ولسمشرۍ د اطلاع رسونې د سایټ د رپوټ له مخې، د ايران د اسلامی جمهوريت ولسمشر ډاكټر محمود احمدی نژاد پرون په ايروان كې د ارمنستان د پارلمان له مشر ((سامويل نيكويان)) او يوشمېر استازو سره په كتنه كې وويل: پارلمانی ملګرتياوې، د دواړو هېوادونو د اړيكو د كچې د لوړولو لپاره ښه تكيه ده او تهران ملاتړ ترې كوی.
احمدی نژاد زياته كړه چې د ايران اسلامی جمهوريت او ارمنستان په ډېری سيمه ييزو او نړيوالو مسايلو په اړه ګډه ليدتوګه لری او په ټوله نړۍ كې د سولې او عدالت د واكمنولو په لټه كې دی.
د ارمنستان د پارلمان مشر، سامويل نيكويان هم په دې كتنه كې وويل چې د تهران او ايروان دوستانه او نږدې سياسی اړيكو د ايران د اسلامی جمهوريت او ارمنستان په هراړخيزه برخه كې لوړاوی پر يوه نه انكاريدونكې اړتيا بدل كړی دی.
921068
captcha