د اماراتو چاپ «دارالخليج» ورځپاڼې په حواله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د راس الخيمه په نامه د قرآن د مقابلو عمومی منشی شيخ عمر بن عبدالعزيزبن حميدالقاسمی د دغه خبر په اعلانولو سره ووئيل: دغه مقابلې به د راس الخيمه د واكمن «شيخ سعود بن صقر القاسمی» په څارنې سره ترسره شی.
د دغه ټائم ټيبل په اساس معذوره كسان به سبا په النخيل ښار كښې په خپل مركز كښې مقابلې پيل كړی او د روانې سلواغې د مياشتې په ١٣ نیټه به ئې هم په دغه مركز كښې د يولړ مراسمو په ترسره كولو سره قدرونه وشی. 942447