د «Palestine Info»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د فلسطين د اسيرانو اتحادئې پرون اعلان وكړ: صهيونيسټی ځواكونو په عسقلان ښار كښې په فلسطينی اسيرانو باندې په حملې او د صهيونيسټی جيلونو په قوانينو باندې په اعتراض كښې د خوړو د سراسری اعتصاب د پيليدو په وړومبۍ ورځ د هغوی د وسائلو په ضبطولو سره كوشش وكړ چې هغوی د اعتصاب له جاری ساتلو نه منعه كړی.
د اتحادئې وكيلانو د زندانيانو له خولې ووئيل چې د جيل ساتونكو د زندانيانو ټول سامانونه ضبط كړل.
د ((احرار)) په نامه د بشری حقوقو او د اسيرانو د تحقيقاتو د مركز مدير فوادالخفش اعلان وكړ چې د اسرائيلو د زندانونو سروس د اسيرانو د ځپلو او د خوړو اعتصاب ماتولو ته د هغوی د مجبورولو لپاره له هر اوزار څخه استفاده كوی.
په سل هاؤ فلسطينيانو د تيرې سه شنبې له ورځې يعنې د حمل يا وری د مياشتې له ٢٩ نیټې او د فلسطينی اسيرانو له ورځ څخه د خوړو اعتصاب پيل كړے دے. 991264