IQNA

په شام كښې له القاعدې سره په وابسته ډلو كښې د تيونس د سلفيانو پراخه فعاليت

21:05 - August 27, 2012
د خبر لمبر: 2400287
نړيواله ډله: د لبنان الميادين ټيلی ويژنی چېنل پرون د وږی په پينځمه نېټه په يو رپوټ كښې وويل: د تيونس سلفيان له القاعدې سره په وابسته ډلو كښې په غړيتوب حاصلولو سره د شام د حكومت په يوه ترټولو مخالفې ډلې باندې بدل شوی دی چې د شام له سركاری ځواكونو سره په مقابلې او دهشتګردانه اقداماتو باندې بوخت دی.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د nationspresse د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د لبنان د الميادين ټيلی ويژنی چېنل په دغه رپوټ كښې پخلے وكړ، د تيونس زياتره سلفيان له القاعدې سره د وابسته ((النصره)) ډلې غړی دی چې په اوس حال كښې د شام په مختلفو ښارونو په تېره بيا په حلب ښار كښې د عامه خلقو او سركاری ځواكونو په وژله باندې لګيا دی.
دغه كسان شام ته له داخلېدو نه مخكښې لېبيا ته داخلیږی او هلته د بنغازی او مصراته په ښارونو كښې د القاعدې په خصوصی كېمپونو كښې تربيت حاصلوی. دغه وهابيان او سلفيان له تربيت حاصلولو نه پس تركیې ته او بيا شام ته داخلیږی.
له دغو څخه يو تيونسی وهابی دالميادين چېنل له خبريال سره په مركه كښې وويل چې مونږ غواړو چې په شام كښې اسلامی شريعت راولو او دغه ملك مسلمانانو ته وسپارو.
همدارنګ العرب اليوم ورځپاڼې د اردن د وهابيانو او سلفيانو د مشر محمد احمد الشعبی په نقل سره چې اوس د شام په خاوره كښې فعاليت كوی وليكل: همدا اوس له سلو نه زيات سلفی مجاهدان په النصره ډله كښې په غړيتوب حاصلولو سره د شام له نظام سره دمبارزې په حال كښې دی.
دغه ورځپاڼه په دوام كښې دا پوښتنه كوی چې ((څه معلومه ده چې همدغه كسان چې نن د اردنی مجاهدينو په نوم د شام په خلاف مبارزه كوی سبا د خپلو وسلو مخ د اردن د خلقو په لور ونه ګرځوی؟.
1085962
captcha