د ايران د قرآن نړيوال خبری آژآنس (ايكنا) د يو راپور پراساس، د ايران د اطلاعاتو وزارت وايی د دې ترهګرې ډلې مشر د سيمې په ترټولو مرتجع عربی دولت پورې اړه لری په داسې حال كې چې دا دولت په سياسی فوځی اقتصادی استخباراتی او كلتوری برخو كې په هیڅ ډول له ايران سره د سيالۍ وړتيا نه لری خو د لودیځ او صهيونيستی رژيم په استازی توب د ايران پر ضد جاسوسی فعاليتونه تر سره كوی
په بياينه كې راغلی دا كسان د همدې عربی هيواد له خوا له موساد سره هم په تماس كې ؤ او جاسوسی او فوځی زده كړې ېې په نيول شوی فلسطين كې تر سره كړې دی
ويل شوې دې ډلې د هند شبه قارې په يوه هيواد كې له بهايت ډلې سره اړيكه درلوده او ۱۲ نفره ډله ېې برابره كړې وه تر څو په ايران كې د ټاكنو پر مهال تخريبی فعاليتونه تر سره كړی بيانيه زياتوی د دې كسانو له نيول كيدو سر بيره له هغوی ډير اسناد او مدارك هم تر لاسه شوی او داسې ښودنه كوی چې د دې ډلې مشر د برتانېې له استخباراتو سره هم اړيكه درلوده چې په مناسب وخت كې به دا اسناد هم نندارې ته وړاندې شی.
1237869