IQNA

هند د (قرآنی تعلیماتو په رڼا کښې د سولې ټینګښت) کانفرانس کوربه

0:57 - May 14, 2015
د خبر لمبر: 3300712
بهرنې څانګه: نړیواله کانفرانس د قرآنی تعلیماتو په رڼا کښې د سولې ټینګښت موضوع سره د هند ویزدام خیریه بنسټ په مرسته د دې کال خرداد میاشتې ۱۱ تاریخ باندې پیل کېږی.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی کلتور او اړیکو سازمان اطلاع رسوونکې بنسټ نه په نقل، هند کښې نومیالی اسلامی ادیب زینت شوکت علی، د هند بمبئی ایران خانه فرهنګ کښې شتون سره له مهدی زارع بی عیب د خانه فرهنګ مشر سره لید او خبرې اترې وکړی.

بمبئی خاویرز Xaviers پوهنتون د اسلامی مطالعاتو برخې مخکېنی مشر زینت شوکت علی، نومیالی اسلامی ادیب دی.  هغه تر اوسه نورو ډېرو هیوادونو ته د ملی او نړیواله کانفرانسونو لپاره سفر کړی.
هغه د «ویزدام» په نوم یو خیریه بنسټ جوړ کړی، دا موسسه بی له اولې بودجې جوړ شوې، خو ولی اوس ډېرو کسانو د هغه نه مالی مرسته او د هغه معنوی هیلو ځلو نه حمایت کړی.
شوکت علی په دې کتنه کښې د بمبئی خانه فرهنګ ایران مسئول د موسسه را روان پروګرامونو نه او په تېره«د اسلامی مختلفو فرقو ترمنځه سوله» کانفرانس چې د ګل په ورځ د خرداد میاشتې ۱۱ تاریخ باندې د اسلامی انجمن کریمی کتابتون کښې پیل کېږی خبر کړو.
د شوکت علی د وینا په رڼا کښې په دې کانفرانس کښې به تقریباْ ۱۵۰ کسان له پوهاندو او د اسلام له مختلفو څانګو شیعه، سنی بوهره، اهل حدیث او ... مذهبی مشران د قرآنی تعلیماتو په رڼا کښې د سولې ټینګښت کانفرانس کښې ګډون کوی.
همدارنګه د دې کنفرانس تقریرونه او لنډیز په غیر مسلمانانو او ماشومان کښې تقسیمه کېږی چې د هغوی له اسلام نه غلط درک او پوهنې اصلاح وشی.
زینت علی شوکت په رسمی توګه د هند بمبئی خانه فرهنګ ایران مشر ته په دې کانفرانس کښې د ګډون دعوت ورکړو.
د شوکت علی نور پروګرامونه د کلتور او تاریخ برخې او «سنت زویر» پوهنځې «هراس» موسسه سره په همکاری د تمدن پارس او ایران په موضوع پروګرام دې.
دې هندی ښځې دې پروګرام لپاره د بمبئی خانه فرهنګ ایران نه غوښتنه وکړه چې د ایران په موضوع باندې فلم او نورې سرچینې، او د پارسی تمدن(لرغونې او اوسنی)، هنر، کلتور، موسیقی، شعر او د خلکو د  ورځنی کار په هکله معلومات هغې ته ترلاسه کړی.
دا پروګرام به یوه وړه دوره د ایران او د پارس په هکله وې چې د تاریخ او کلتور محصلان سره به د ایران په پیژندنه کښې مرسته کوې.
په دې لید کښې همدارنګه د بمبئی خانه فرهنګ ایران او شوکت علی تر منځه یو بل سره د همکاری په اړه خبرې وکړې چې وړاندیز کښې د هند او ایران کلتوری هفته کښې صوفی موسیقی پروګرام پیل کړې چې خوښ شو.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/3286405

captcha