قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «WND» نه په نقل، کارسن د امریکا «بریت بارت» خبرونو چینل سره مرکه کې د امریکا ښاریزه مسلمانانو یو ځل بیا سپکاوي کړي او ادعا یی کړي چې هغه مسلمانان چې د اسلامی قوانینو نه پیروي کوي، د امریکا په ټولنه کې نشي سره یوځای کېدلي.
دې د اعصاب او مغزو څنګ ته شوي ډاکټر زیاته کړه: دا مسئله هله د امکان وړ لري چې که دې شیزوفریني وي.
کارسن همدارنګه د اسلام سوله یز دین ګڼلو پوري مسخرې کولو سره ادعا وکړه: اسلام د سولې دین نه دي بلکې د برلاسي دین دي.
هغه له دې نه مخکې هم اعلان کړي وو چې یو مسلمان هیڅکله د امریکا ولسمشر نشي جوړېدلي او مسلمانان د ولسمشرې لپاره مناسب نه دې.
کارسن د امریکا د ولسمشرې انتخاباتو لپاره کانديد دي چې د اسلام په خلاف خبرو نه ناوړه استفاده کولو سره امریکا کې د اسلام خلاف موجود کسان ځان ته جلب کولو کوښښ کوي.
د کارسن نه علاوه دانلد ترامپ د ولسمشرې لپاره یو بل کانديد دې چې خپل انتخابی کمپاین کې له دې خبرو نه استفاده کړي.
نتیجه کې دا رنګه د اسلام نه ویرولو او د امریکا د مسلمانانو خلاف امریکا کې منفي احساسات او لفظی او عملي حملو سبب ګرځېدلي.