IQNA

اندونیزیا کې د قرآن کریم د مربی روزنی دولسمه دوره شورو شوه

10:05 - April 03, 2017
د خبر لمبر: 3480454
نړیواله ډله: د قرآن کریم د مربی روزنې او تدریس دولسمه دوره د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت دارالقرآن برخې په مرستې د اندونیزیا په مرکزی ښار کې شورو شوه.
اندونیزیا کې د قرآن کریم د مربی روزنی دولسمه دوره شورو شوه

قرآنی بخر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د dar-alquran.org خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، په دې دوره کې چې د قرآن کریم د مربیانو لپاره پيل کېږي د دغه هیواد پوهنتون نه د اسلام مختلفو قومونو محصلان په کې شتون لري.

د امام حسین علیه السلام سپېڅلې زیارت دارالقرآن برخې سره تړلې د قرآنی تبلیغ نړیواله مرکز مشر او د ټول قرآن حافظ منتظر المنصوری په دې اړه وویل: دا دوره د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت له اړخه د قرآن کریم استادانو تیارولو او روزنې لپاره پیل کېږي او د قرآن کریم د حفظ کولو طریقې، د تلاوت د احکامو نظری او عملی درسونه به په کې ښودلې کېږي.

هغه ادامه کې دې ته اشارې سره چې قرآن کریم له یو سپارې حفظ کولو او زدکړې لپاره ځنې دینی ابتهالات او تواشیح درسونه هم په دې دوره شامل دې وویل: په دې دوره کې به هڅې کېږي چې ګډون کوونکې مربیانو ته د درس پوهنې لپاره د نوې طریقو او لارو استفاده وشي.

یادښتونه: د امام حسین علیه السلام د سپېڅلې زیارت دارالقرآن برخې په اندونیزیا کې د ګډون کوونکو لپاره ټول ضروري امکانات او څیزونه لکه جامې، د اوسېدو ځای او د خوراک څښاک څیزونه ترسره کړي.

اندونیزیا کې به د قرآن کریم د مربی روزنې دوولسمه دوره د لسو ورځو لپاره پيل کېږي.

تراوسه له ۲۷۰ نه زیات د قرآن کریم مربي ښځې او سړې د اندونیزیا له مختلفو ښارونو او جزیرو نه د امام حسین علیه السلام د زیارت دارالقرآن برخې د قرآن مربی روزنې دورونه فارغ التحصیل شوي.

http://iqna.ir/fa/news/3586287/


captcha