IQNA

د یمن په درې ولایتو د سعودی عرب ایتلافو ۲۴ بریدونه

17:32 - August 07, 2018
د خبر لمبر: 3481403
نړیواله ډله: د خبرونو سرچینو د سعودی عرب د ایتلاف له اړخه د یمن په صعدة، عمران او الحدیده ولایتونو باندې ۲۴ الوتکو بریدنو خبر ورکړی.
د ایکنا راپور له مخې، د اسپوتنیک خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د خبرونو یوی سرچینې د یمن په صعده ولایت کښې د دې په اړه څرګنده کړه: د سعودی عرب ایتلاف ۲۴ الوتکو په اته هوایی بریدونو کښې د صعده ولایت په باقم سیمه باندې درې بریدونه د دغه ولایت په بقع باندې دری بریدونه او همدارنګه د طلان په سیمه بمباري سره یو کور ویجاړ کړي او مادی تاوان یی ورته رسولی دی.
 د سعودی عرب الوتکو همدارنګه د رمادیات سیمه چې د صعده ولایت په جنوب کښې ده او د عمران ولایت په صنعا باندې بریدونه کړی.
همدارنګه د خبرونو یوې سرچینی د عمران په ولایت کښې د المعیشة او المجزعة سیمو باندې د شپږ هوایی بریدونو سره د مادی تاون خبر ورکړی.
د الحدیده ولایت په زیید او التحیتا سیمو باندې هم د سعودی عرب الوتکو هوایی بریدونه کړي دی.
http://iqna.ir/fa/news/3736294
captcha