د ایکنا راپور له مخې، د پښتو تهران راډیو نه په نقل، د تهران پوهنتون په اردو (Urdu) ډیپارټمنټ کښې د پاکستان د سفارت په مرستې سره یو (۱) سیمنیار ترسره شو چې پکښې د هندوستان تر کنټرول لاندې کشمیر کښې د نوی ډیلی لخوا د انسانی حقوقو د خلاف ورزیو په هکله خواشینۍ څرګنده شوه .د تهران پوهنتون په دغه غونډې کښې د بشری حقوقو د دفاع کونکو موسسو او د اسلامی هیوادونو لخوا په کشمیر سیمه کښې د هندوستان د حکومت لخوا په کیدونکو ظلمونو باندې په چپتیا نیوکه وشوه .
په ایران کښې د پاکستان سفیرې میرمن رفعت مسعود د تهران پوهنتون سیمینار ته په وینا کښې وویل لومړی وزیر عمران خان د کشمیر موضوع په ملګروملتونو کښې مطرح کړه او زیاته یې کړه د هندوستان دلومړی وزیر مودی لخوا د کشمیر دکورواکۍ د ختمولو فیصلې دکشمیر خلکو ته خطر ورپیښ کړی دی .
هغې په محصیلینو ، متفکرانو او د پوهنتون په استادانو غږ وکړ چې د کشمیر موضوع روښانه کړی .
د تهران پوهنتون په سیمنیار کښې د ایران محصیلینو د کشمیر د خلکو د هڅو او د مبارزو ستاینه وکړه او په ملګروملتونو یې غږ وکړ چې د کشمیر د شخړې د ختمولو لپاره خپل رول ولوبوی .
بل خبر دا چې پاکستان به په کشمیر سیمه کښې د نوی ډیلی لخوا د بشری حقوقو د ډیرو خلاف ورزیو په دلیل له خپل هوایی حریم څخه د هند د لومړی وزیر ناریندرا مودی د الوتکې د تیریدا اجازه ورنکړی .
پاکستان وویل چې په کشمیر کښې د بشری حقوقو د خلاف ورزۍ او دنیواک په دوام باندې اعتراض کښې له خپل هوایی حریم څخه د هندوستان د لومړی وزیر د الوتکې د تیریدا لپاره یې دنوی ډیلی غوښتنه رد کړی ده .
هند له پاکستان څخه غوښتی وو چې د لومړی وزیر ناریندرا مودی الوتکه نن سعودی عربستان ته د سفر په وخت د پاکستان له هوایی حریم څخه تیریږی خو اسلام اباد وویل اجازه نه ورکوی دغه الوتکه ددغه هیواد له هوایی حریم تیره شی .