IQNA

د پاکستان د لومړي وزیر د اطلاعاتو مرستیالې غوښتنه وکړه؛

اسلامي هیوادونه د چیلنجونو سره د مقابلې لپاره باید یو دریځ ولري

21:35 - November 26, 2019
د خبر لمبر: 3482540
نړیواله ډله: د پاکستان د لومړي وزیر د اطلاعاتو مرستیالې د مسلمانانو هیوادونو له اړخه د اسلامي نړۍ د چیلنجونو په شمول د اسلام نه ویرولو سره د مقابلې لپاره یو دریځ لرلو پر ضرورت ټینګار وکړ.
د ایکنا راپور له مخې، د پاکستان راډیو د ویبپاڼې نه په نقل، فردوس عاشق اعوان په یو ټوئیټ کښې وویل: د راروانو چیلنجونو په مقابله کښې، مسلمانه هیوادونه باید یو جامع سټراتیژیک جوړ کړي او یو دریځ ولري.
هغې زیاته کړه: باید د نړۍ په توګه د شخصیتونو او د دینونو د مقدسه کتابونو د احترام د تضمین لپاره قوانین ولیکلې شي چې په ناروی کښې د قرآن کریم د سپکاوې غوندې پیښو مخنیوي وشي.
اعوان وویل: پاکستان د اسلامي همکارۍ د سازمان د یو غړې په توګه د اسلامي هیوادونو ترمینځه د اقتصادي همکارۍ د پراختیا او د ټیکنالوجۍ او په علمي زمینه کښې د همکارۍ د تقویت غوښتنه کوي.
هغې دې ټنیګار سره چې د مسلمانانو د ستونزو د حل لپاره باید د اسلامي همکارۍ سازمان فعال رول ولري، د کشمیر د خلکو د حقوقو لپاره د لا زیاتو هڅو کولو غوښتنه وکړه.
https://iqna.ir/fa/news/3859736
captcha