د ایکنا راپور له مخې، د نیوزیلینډ د راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، تیر میلادي کال کښې د مارچ په ۱۵، د یو استرالیایي اسلام خلاف افراط ګرې ډلې د نیوزیلینډ د چرچ کرایسټ په ښار کښې د لینوود اسلامي مرکز او نور جومات باندې ۵۱ لمونځ کوونکې شهید کړي وو.
د دغه ښار ښاروال لیان دالزیل د نوې کال به مناسبت وویل: د دغه پیښې د کلیزې له رانږدې کیدو سره، مونږ د دغه ترخې پیښې یاد هم تازه شو.
هغه زیاته کړه: د دغه پېښې کلیزه مونږ لپاره فرصت دې تر څو سره یوځای شو او د دغه پیښې په اړه چې نه یواځي زمونږ په ښار بلکې پر ټول هیواد یې اثر لرلي وو فکر وکړو.
دالزیل په دوام کښې وویل: فکر نه کوم چې کوم کس به د دارنګه برید احتمال په کرایسټ چرچ کښې یا په ټول نیوزیلینډ کښې ورکړی وو او دارنګه برید ټول حیران کړ.