د ایکنا راپور له مخې، د المسیره له خبري ویبپاڼې څخه په نقل، د یمن انصارالله ویاند یحیی سریع په یوه بیانیه کښې چې له المسیره چینل څخه خپره شوه وويل: د يمن د وسله والو ځواکونو وياند په البنيان المرصوص نومې دغو عملياتو کښې د دښمن د زرګونوتنو د وژل کېدو، زخمي کېدو او يا اسيرېدو خبر هم ورکړ.
د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند زیاته کړه: د سعودي په سنګرونو د يمني ځواکونو پې مخينې عملياتو ته په اشارې سره وويل: يمني ځواکونو په آرامکو تاسيساتو باندې له حملې مخکښې په سعودي کښې دننه په ابها او جيزان هوائي اډو، په خميس مشيط کښې په فوځي اډه او په دغه هېواد کښې نور حساس او مهمو ځايونو باندې حملې وکړې.
جنرل سريع زياته کړه، د يمن وسله والو ځواکونو همدارنګ د مارب ښار لوري پرمختګ کړے او په مارب او الجوف صوبو کښې يې يو شمېر سيمې آزادې کړې او دوه نيم زره مربع کيلوميټر رقبې مشتمله زياته زمکه يې د دښمن له کنټروله آزاده کړه.
يمني ځواکونو په دغه هېواد باندې د سعودي ائتلاف د حملو په ځواب کښې د سعودي په جيزان سيمه کښې په آرامکو تيلي تاسيساتو ډرون او توغنده وي حمله وکړه او په مختلفو حملو کښې په د سعودي ائتلاف په زرګونو ځواکونه هلاک، ژوبل يا اسيران شول او يو يو شمېر سيمې آزادې شوې.