IQNA

په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار:

د پيړۍ معامله د صلیبي جنګونو دوام دی

11:50 - January 31, 2020
د خبر لمبر: 3482747
نړیواله ډله: په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار د پيړۍ معامله د اسلامي هیوادونو د مځکو د خرڅولو او ویشلو لپاره یوه طرحه وبلله
د ایکنا راپور له مخې، د تهران پښتو راډیو له ویبپاڼې څخه په نقل، په نړیوالو چارو کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر صلاحکار د پيړۍ معامله د اسلامي هیوادونو د مخکو د خرڅولو او ویشلو لپاره یوه طرحه وبلله او ویې ویل: د ټرمپ او نتانیاهو دا کار د صلیبي جنګونو دوام دی.علي اکبر ولایتي پرون په یوه خبري غونډه کښې دې ټکي ته په اشارې سره چې د امریکې او صهیونیسټي رژيم دې کار ته روانو غبرګونونو وښودله چې نن سبا د صهیونیسټي رژیم په وړاندې د فلسطینیانو یوموټې توب بې مخینې دی، زیاته کړه: د امریکې او صهیونیسټي رژیم د ګډوډ خوب تعبیر به هغه خپسې وي چې له سیمې به یې د وتلو سبب شي.
د ویلو ده چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ تیره سه شنبه په سپینې ماڼۍ کښې د صهیونیسټي رژيم د وزیراعظم بنیامین نتانیاهو په ملګرتیا د (پيړۍ د معاملې) مخ کتنه وکړه.
https://parstoday.com/ps/news/world-i87638
captcha