IQNA

په مصر کښې د فطریې د ورکړې د روند اعلان

21:46 - April 22, 2020
د خبر لمبر: 3483064
تهران (ایکنا) - د مصر د اوقاف وزارت په بیانیه کښې خبر ورکړ چې د سږکال د رمضان المبارک په میاشته کښې له غریبانانو سره د مرستې لپاره به ډله یز دسترخوان نه ترسره کېږی او کفاره او فطریه به د دې وزارت د بانکي اکاؤنټونو له لارې به ترلاسه کېږی.

د الیوم خبري سایټ څخه په نقل، د مصر د اوقاف وزارت د خلکو د پوښتنو په ځواب کښې د کفارې او فطریې په ورکولو کښې اسانتیا او د رمضان المبارک په میاشته کښې خلکو سره د مرستې لپاره اراده کړې چې کفاره، فطریه او اړمنو او غریبانانو لپاره د خوړو مرستې به دا وزارت د خپل بانکې اکاؤنټونو له لارې ترلاسه کوي.
د مصر د اوقاف وزارت ټینګار وکړ له ترلاسه شوي مرستو او کفارو سره به د دې اوقاف وزارت لخوا یو مبلغ زیاتیږي او دغه مبالغ به په اړمنو ویش کېږي.
دې وزارت همداشان په ټول مصر کښې خپل دفترونه ټاکلي او د مصر د ښاریزو د لارښود لپاره یې ټلفوني شمیر اعلان کړې دي.
3893282

captcha