له صدی البلد څخه په نقل، النني د ټویټر په پاڼه خپله یوه ویډیو خپره کړې ده چې د ډرایوئنګ په وخت کښې د قرآن تلاوت کوي.
هغه په دې ویډیو کښې د کویت د مشهور قاري مشاري راشد العناسي په غږ کښې د سوره الرحمن تلاوت کوي.
محمد النني د ترکیې په بشیکتاش ټیم کښې هم لوبیږي. د ترکیې د فوټبال فدراسیون په دغه هیواد کښې له ۱۲ جون څخه د فوټبال لیګ لوبو اعلان کړی و خو د کورونا لامل دغه لوبې ترسره نشوې.