IQNA

د پاکستان لومړي وزیر اسامه بن لادن شهید بللی

12:57 - June 26, 2020
د خبر لمبر: 3483302
تهران (ایکنا) -زمونږ خبریال وايي د پاکستان د مسلم لیګ ګوند د نواز شریف څانګې مهم مشر خواجه اصف پرون په پارلمان کښې د لومړي وزیر عمران خان په وینا چې د القاعده ډلې پخوانی مشر اسامه بن لادن یې شهید بللی و نیوکه وکړه .

خواجه اصف د پاکستان د پارلمان په غونډې  کښې وویل لومړي وزیر عمران خان د القاعده ډلې  مشر اسامه بن لادن شهید بللی دی .

هغه وویل د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن پاکستان ته ترهګرۍ راوړي ده او هغه یو (۱)ټروریسټ و خو لومړی وزیر عمران خان هغه ته شهید وايي .

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان پرون د پارلمان غونډې ته په وینا کښې له امریکا سره د خپل هیواد اړیکو ته په اشارې سره وویل اسلام اباد د ترهګرۍ پرضد جنګ کښې له امریکا سره له مرستې کولو سره سره له ډیرې رسواۍ سره مخ دی او پاکستان په افغانستان کښې د امریکا د ناکامیو مسول بلل کیږي .

د پاکستان د پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري هم وویل چې د عمران خان په حکومت کښې په پیښور کښې د پوځ په ښوونځي د حملې مسول کسان وتښتیدل .

د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر ویاند سناتور مصطفی نواز کهوکر هم  په یوې (۱)بیانیې کښې لومړی وزیر عمران خان د ملي امنیت لپاره ګواښ وباله .

هغه وویل عمران خان د القاعده ډلې د مشر په شهید بللو سره د ملي امنیت لپاره ګواښ جوړ شوی دی .

کهوکر وویل که چیرې اسامه بن لادن شهید دی نو بیا هغو ملکیانو او  حکومتي عسکرو ته چې د القاعده ډلې په حملو کښې شهیدان شوي دي کوم نوم ورکړو .

هغه وویل په پاکستان کښې د القاعده ډلې په حملو کښې په زرګونو ملکیان او ځوانان شهیدان شوي دي .

د پاکستان د پیپلز ګوند د مشر ویاند سناتور مصطفی کهوکر وویل نن لومړي وزیر عمران خان ثابته کړه چې هغه په پارلمان کښې طالبان خان دی .

هغه وویل عمران خان هغه سړی دی چې له  طالبانو څخه یې  په پاکستان کښې د خپل دفتر د خلاصولو غوښتنه کړي وه .

د پاکستان د پیپلز ګوند سیناتورې میرمن شیري رحمان هم وویل پاکستان اوس هم د اسامه بن لادن د ترهګرو حملو قرباني دی .

هغې وویل پاکستان د اسامه بن لادن په وجه له ترهګرۍ سره مخ دی او عمران خان بیا هم هغه په پارلمان کښې د  هیرو او اتل په شان مطرح کوي .i91049

captcha