دا د دین خلاف او سپکاوي نه ډک اقدام د استانبول په اسکودار سیمه کښې ترسره شو او په دغه کښې یو ځوان چې هویت یې نامعلوم دی د قرآن کریم له پاڼو شلولو او د هغې په غورځولو د کلام الله سپکاوی وکړ.
د دې پيښې په سبا چې کارګر خپلو کارونو ته روان و دې مسئلې ته په پام شو او د قرآن کریم شلېدلې پاڼې یې جمع کړي او د دې اسلام په خلاف اقدام ثبت کولو لپاره یې د ادارې مشر ته ورکړي.
د کارکونکو دې ډلې، پولیس هم د دې سپکاوي پیښې په اړه خبر کړ چې په دې زمینه کښې یې څیړنې پیل کړې او د قرآن کریم د سپکاوې کونکې د معلومولو لپاره یې د سي سي ټي کیمرې وکتلې.
په ټولنیزه ویبپاڼو کښې د دې پېښي د فلم خپرولو وروستو، د ترکیې ښاریزو د دین په خلاف دغه اقدام غندلو او د سپکاوي کونکي کس نیولو او سزا ورکولو غوښتنې سره وویل چې په دغه اقدام سره یې د ڼړۍ د ټولو مسلمانانو سپکاوې کړی دی.
3907189
https://iqna.ir/fa/news/3907189