د سعودي عرب د حج چارو یو چارواکي خبر ورکړ هغه کسان چې بې له مجوزه د سږ کال حج لپاره اقدام وکړي او بي له مجوزه منی، مزدلفه او عرفات ته داخل شي، لس زره ریال جرمانه لري.
د دې راپور پر اساس، د بي مجوزه حاجیانو لپاره مالي جرمانه له کرونا سره د مقابلې په ځانګړي چوکاټ کښې او د دې ویروس د ناروغۍ د مخنیوي لپاره د سږ کال په جح کښې د حاجیانو د روغتیا لپاره ټاکلي شوي ده.
د سعودي عرب د حج وزارت په دې وروستیو کښې د یوې بیانیې په صادر کولو سره خبر وکړی و چې له کرونا سره د مقابلې په چوکاټ کښې، سږ کال حج په محدودیت سره ترسره کېږي او یواځي سعودیان او هغه مختلف اتباع چې په عربستان کښې شتون لري حج کولی شي او هغه حاجیان چې له عربستان څخه بهر دي سږ کال د حج لپاره عربستان ته سفر نشي کولی
3910167