IQNA

د صهیونیسټو لخوا په کرانه باختري کې د جومات سوزول + انځور

21:50 - July 27, 2020
د خبر لمبر: 3483445
تهران (ایکنا) - له صهیونیسټو یو شمیر ښاریزو په کارانه کې د خپلو تیروکړنو په دوام کې د لویدیځې غړې په البیره ښار کې یو جومات ته اور اچولی دی.

 محلي سرچینو ټینګار وکړ چې د صهیونیسټ ښاریزو نن سهار د لویدیځې غاړې په البیره ښار کې د البر و الاحسان جومات ته اور اچولی دی.

دې سرچینې زیاته کړه چې ښاریزو نن سره په لومړي وخت کې په دې جومات برید وکړ او د دې سپیڅلې ځای یې په دیوالونو او ځایونو یې توکمپالنې شعارونه په لیکلو سره سپکاوی وکړ.

د دې راپور پر اساس، د اور وژنې عوامل هم حاضر نشول او له دې مخکې چې اور په جومات کې خپور شي، اور یې مړ نکړ.

captcha