په دې پیښه کې چې د جمعې په شپه رامینځته شوي یو زیات شمیر لمونځ کونکي هم ټپیان شوي چې د ځینو حالت نازک ښودل شوی دی.
د دوه سیمه ییزو پولیسو مشران، زاید العلم په وینا، د ګازو پایپ چاودنه هغه مهال وشوه، چې د نارائن ګنج په سیمه کې په بیت الصلاه جومات کې خلکو لمونځ کاوه.
په دغه پېښه کې لږترلږه 37 کسان تر ۹۰٪ سوځیدلي چې روغتون ته وړل شوي دي.
نن سهار د سپټمبر په پنځمه، د روغتون سرچینو تایید کړې چې په پیښه کې د ټپي کیدو له امله یو ماشوم مړ او نور لس کسان ټپیان شوي دي.
چاودنه دومره زوروره وه چې شپږ ګازي سلنډرې په جومات کې هم وچودلي.
اور وژونکي د حادثې د علت پلټنه کوي.
3920924