IQNA

عربستان اوامارات دصهیونیسټانو په نیابت کې جنګیږي

23:09 - September 23, 2020
د خبر لمبر: 3483644
تهران (ایکنا) - محمد عبدالسلام له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادي کولو او د فلسطین له آرمان سره دخیانت مخینې په یادولو سره زیاته کړې ده ، د فلسطین ملت له مودو مودو راهسې د هغو رژيمونو له خوا چې له اسرائیلو سره ئې خپلې اړیکې عادي کړي،په شیشت کې ورغلی دی .
د یمن د انصار ا...ولسی مبارز  غورځنګ ویندوي محمد عبدالسلام  نن په یولړ څرګندونو کې وئیلي دي، ترهغه وخته چې د سعودي اومتحده عربی اماراتو رژيمونه  دصهیونیسټي وحشي رژيم په نیابت جنګیږي،او ددوی په ځای په میلیونونو ډ الر لګوي ،دغه تیریګر او وحشي رژيم  به هیڅکله   په سیمې کې د کوم جنګ برخه  نشي . 
 محمد عبدالسلام  له صهونیسټي رژيم سره د اړیکو د عادي کولو او د فلسطین له آرمان سره  دخیانت مخینې په یادولو سره  زیاته کړې ده،د فلسطین ملت له مودو مودو راهسې د هغو رژيمونو له خوا چې له اسرائیلو سره ئې  خپلې اړیکې عادي کړي،په شیشت کې ورغلی دی .
 دیمن دغه  مبارز  او مسئول مقام  ټينګار کړی ،تاریخ به  خاینان په تر   ټولو بد شکل کې یاد کړي  او هغه کسان  چې د صهیونیسټي  دښمن ته ئې پناه وړې ، له ډير سپیر او سپک برخلیک سره به مخ شي . هغه همداراز په یمن  د  سعودي ائيتلاف  دتیریو په سختو ټکو سره محکوم کړی او وئیلي ئې دي ،امریکایانو او دسعودي او اماراتو رژيمونو په دې دلیل  د جنګ اوپوځي تیریو لګښتونه  کړي ، چې  پوه شول ، یمن دخپلواکۍ په لور حرکت کوي . خو اوس  ورڅخه وخت تیرشوی او هیڅکله به هم یمن د تیریګرو او خیانت کونکو  رژيمونو ترڅنګ ونه دریږي . 
تهران راډیو
captcha