د اسلام د ګران پیغمبر د قدرمنې لور حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د شهادت په شپې د ویر او ماتم دستورې د تهران په امام خمیني امام باړې کې په دې مناسبت په دریمه شپه هم د اسلامی انقلاب د معظم لارښود په شتون سره ترسره شوې او د مظلومې بی بی زهراء سلام الله علیها د سیرت او مظلومیّت په اړه وینا والو ویناوې وکړې او د حضرت فاطمة الزهرا سلام الله علیها د معنوي او روحاني شخصیت او دهغې بزرګوارې د دعاګانو او عبادتونو چې د درستو انسانانو لپاره بیلګه ده، د درستو انسانانو لپاره یوه ژغورونکي وسیله بللې او وئيلي ئې دي، دعا او برکتناک توّسل، له انحرافاتو او لړزنتیاؤ انسان ژغوري. له همدې امله، د چا چې ټولنیز مسؤلیت لوړ وي، د هغه دعا ته اړتیا، توسل او له خدای سره خلوت ته اړتیا ډیره لوړه وي.