په سویل بلجیم کې د حجاب بندیز لرې کولو په دغه هیواد کې د مسلمانو میرمنو د زده کړو دوام لپاره هیلې را ژوندۍ کړې دي.
پر دې اساس، د سویلي بلجیم په والونیا سیمه کې د فرانسوي ژبې پوهتونونو مسلمانانو محصلانو ته اجازه ورکړې ده چې له ۲۰۲۱ کال له سپټمبر خپل اسلامي حجاب او سکارفونه اچولې شي.
د اسلام ویرې په خلاف د همکارۍ انجمن په خپل ټویټر پاڼه کې لیکلي: دا اقدام، د ټولو باورونو او عقیدو د قبلولو په لور قوي خوځښت دی. اوس مسلمانې ښځې کولی شي د خپل خوبونه تعقیب کړي.
دا اقدام د اسلام ویرې په خلاف ډلو او د مسلمانانو ښځو د حقوق ادارو لپاره چې څو کلونه یې له حجاب بندیز سره جنګیدلي، یو بریالۍ شمیرلې کېږي او د مسلمانانو ښځو او فعالانو لخوا ترې لوې هرکلۍ شوی دی. دوي خبر ورکړۍ چې د بلژیک د کارونو په ټولو ځایونو او موسساتو کې د دارنګه بندیز لرې کولو لپاره نور زیات اقدامات ضروري دي.
له فعاله مسلمانانو فاطمه زهر یونسي وایي: دا اقدام، ښځو ته د تحصیل دوام، ټولنیزه ګډون، مالي خپلواکۍ او د خپلو خوبونو تعقیب هغه څه چې غواړي ترلاسه کړې کې بدل شوی دی او اغیزې یې لرلې دي.
تیره میاشت، د بلجیم اساسي قانون حکم وکړ چې د لومړني ښوونځي زده کونکو لپاره د سر سکارفونو بندیز لغو شوې دی.
3948751