د عراق لومړې وزیر د امام موسی کاظم علیه السلام د زائرانو په لار کې د بغداد په شمال کې په ائمه پل چاودنه د عراقیانو ترمینځه د فتنې لپاره هڅه وبلله.
مصطفی الکاظمی نن د عراق حکومت له پلاويو سره په یوه غونډه کې وویل: د عراق ټول ملت او اسلامي امت ته د امام موسی کاظم علیه السلام د شهادت خواخوږۍ وړاندې کوم.
هغه زیاته کړه: په ائمه پل د بم رااچول د عرق د خلکو ترمینځه د فتنې رامینځته کولو لپاره وه چې د عراق ملت ترې په ډیر هوښیارۍ سره تیر کړ.
لومړي وزیر زیاته کړه: ځینو هڅه وکړه چې په ائمه پل د لاسي بم په اچولو سره د وژنې فتنه د عراقیانو ترمینځه ایجاد کړي خو ما له چاودنې وروستو په ائمه پل باندې د عراقيانو ترمینځه ټولنیزه رورولي او همغږي مشاهده کړه.
تیره ورځ د عراق امنیتي سازمان اطلاعاتو برخې خبر ورکړ چې په پل الائمه باندې یو لاسي بم اچولو سره چاودنه شوې او په دغه چاودنه کې یو زائره ښځه شهید او نور اته کسان ژوبل شوې دي.
3958718