ایکنا خبری اژانس له لبنانه راپور راکوي ، دلبنان دتوجیه او ارشاد قرآني ټولنې نن ، د :اولی القبلتین : په نامې سره دقرآن د لومړنیو نړیوالو سیالیو د مقدماتي مرحلې د داؤرانو او ارزونې ، چې په دغه هیواد کې د ویډیوئي کنفرانس له لارې ترسره کیږي ، پیل کړې .
راپور ښئ په دغو سیالیو کې له ۳۲ هیوادونوڅخه تر دې دمه یو سل اته شپیتو قاریانو په دغو سیالیو کې د ګډون لپاره خپل تلاؤتونه لیږدولي دي .
ددغو سیالیو دارزونې لومړنۍ مرحله نن د اسلامی هیوادونو څخه د داؤرانو یا جیوري پلاوي په څارنې سره پیل شوې ده او د :الصراط :سپوږمکیز چینل پخپلو پروګرامونو کې ورته پوښښ ورکوي .
وئيل شوي چې په دغې سیالیو کې دګډون کونکو کسانو عمرونه له اتلسو تر څلویښتو کلونوپورې ښودل شوي چې په دغو سیالیو کې د ایران د اسلامی جمهوریت یولسو قاریانو هم دګډون لپاره خپل تلاؤتونه ورلیږلي دي