په لوی اختر یعني عید قربان کښې حاجیان چې د خدای کور زیارت لپاره تللي دي د خدای پاک ج په حکم او د هغه د رضا لپاره قرباني کوي او د ستر الهي پیغمبر حضرت ابراهیم علیه السلام خاطره ژوندې کوي او د هغې درنښت کوي .
خدای پاک ج د ایمان او د اخلاص د ازمویلو لپاره حضرت ابراهیم علیه السلام ته ماموریت ورکړ چې خپل زوی حضرت اسماعیل علیه السلام د خدای په لاره کښې قرباني کړي .
حضرت ابراهیم علیه السلام د دغه کار له سختوالي سره سره الهي حکم ته غاړه کیښودله او د دغه ماموریت د ترسره کولو لپاره چمتو شو خو هره هڅه یې چې وکړه چړې د هغه د زوي حضرت اسماعیل علیه السلام مری پرې نه کړه .
په دغه وخت کښې حضرت ابراهیم علیه السلام ته وویل شو له الهي امتحان څخه سرلوړی راوتلی یاست او بیا یو(۱) پسه واستول شو چې هغه د حضرت اسماعیل علیه السلام پرځاې قرباني کړي .
دغه له عبرت څخه ډکه پیښه له ځان څخه په تیریدا کښې د سرشیندنې او د خدای پاک ج د حکم په وړاندې د تسلیمیدا او د نفس په خواهشاتو باندې د غلبې درس دی .
په همدې دلیل د نړۍ مسلمانان هم د ذیحجې د میاشتې لسمه (۱۰) نیټه د یوه(۱) ستر او پرتمینه اسلامي اختر په توګه لمانځي او له دغه عید څخه د اخلاص او د بندګۍ درس زده کوي .
د ایران د اسلامي جمهوریت د ټلویزیوني او رېدیویي خپرونو مرکزي اداره د نړۍ ټولو مسلمانانو ته د لوی اختر مبارکي وایي.