ایکنا خبری اژانس د ایران پریس له قوله راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده نن سهار په یولړ څرګنونو کې ټینګار وکړ: د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان له ټولو اړخونوسره په اړیکه کې دی او خپلې ټولې هڅې کاروي څو د افغان ولس کړاوونه کم کړي،مونږ باوري چي د بین الافغاني خبرو اترو له لاري او د بهرنیو هیوادونو له شتون او لاسوهني پرته په افغانستان کې دوامداره سولي ته رسیدلی شي .
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدرااز له افغان لورو غوښتنه وکړه ،د تاوتریخوالو د کارونې او ورور وژنې دې ډډه وکړي.
خطیب زاده وویل: افغانستان نن سبا له کلونوکلونو جنګ جګړو، نیواک او تاوتریخوالو ستړی دی، نو ټولو ډلوټپلو ته پکار ده چي له ورور وژنې او تاوتریخوالو څخه ډډه وکړي.
د اسلامي ایران ویاند د بهرنیو لاسوهنو په غندنې سره زیاته کړه: د افغانستان ولس د یوۀ داسي پراخ بنسټ او ولسي حکومت لیاقت لري چي د دې هیواد د ټولو قومیتونو استازیتوب وکړای شي.
هغه بیا ځلي ټینګار وکړ چي د ایران اسلامي جمهوریت به د تېرو ۴۰ کلونو د دوران په څير د افغانستان د ولس تر څنګ پاتي شي او په دغه هیواد کې به د سولي او ثبات ملاتړ وکړي .